59,753 views 494 on YTPak
150 17

Published on 10 Nov 2015 | about 1 year ago

نظم
ژوند
ليک کرن خان
ژوند يو درې رکعته لمونځ دې
ژوند يو درې رکعته لمونځ دې
درې رکعته شپږ سجدى دي
ګوره دوه پکښ قاعدى دي
درى رکوع درى ځل قيام
تير که ژوند په احترام
ژوندون دې ځان پيژندنه
تښته مه ددى لمانځه نه
لمونځ ته ځان تيارول دي
او قبلې ته مخ کول دي
ژوندون ځان هم پيژندل دي
لمونځ ثنا صفت کول دي
ژوند يو درې رکعته لمونځ دې
ژوند يو درې رکعته لمونځ دې
درې رکعته ئې نمونه ده
ژوند خو پټه خزانه ده
وتر،نفل،اؤ سنت
ورسره انسانيت
درې رکعته درې دؤرونه
ژوند اؤ مرګ اؤ حسابونه
نن صبا اؤ تير پرون
درې رکعته دې ژوندون
ښکته کيږه پورته کيږه
د الله سره غږيږه
د خپل ځان نه مه ويريږه
ورځې درې دي سم چليږه
که صحيح صحيح دى اؤوې
مطمئن به دى زړګې وي
که دى هسې تري ځان خلاص کړو
نو ناراضه به خداې وي
که الله رضا کوى
نو خپل نفس به قيدوى
ځکه ژوند دې درې رکعته
ترى خبر يم وايمه تا ته
لوئې الله ته به سجده کړى
له هيڅ چا به طمع نه کړى
چى الله درنه خفه وي
ته په داسى ژوندون څه کړي
ورځ رکعت دې رکعت ژوند دې
په اول رکعت کښ خوند دې
ستا دوئيم رکعت ځواني ده
اؤ دا لمونځ دى پوره ژوند دې
خلق وائي ژوند کښ خوند دې
په خوند څه؟درې ورځى ژوند دې
ژوند رکوع ده ژوند قيام
په سجده کښ لوئې آرام
په قاعده کښ ئې ځانته ياد که
سم په زړه کښ ئې ځانته ياد که
لمونځ چى اؤشي ژوند تمام وي
آخري عمل سلام وي
ورځ شروع شي له سحره
ختميده ئې په ماښام وي
دغه لمونځ به دى پاڅۍ
نيک عمل به دى خلاصۍ
خلق لاړل ئې يواځى
خپل عمل ته به متاز ى
اوس خبر شوې چې ژوند څه دې؟
ددى خوشي کور خوند څه دې؟
ژوندون ؤو هم درې رکعته
دا ټپه اؤکړمه چا ته؟
ځانته ئې اؤکړمه که تاته
خير دې اؤ به ئې کړم دنياته
د دنيا درې ورځى ژوندون دې
پرون راغلي نن دلى سبا به ځونه
نظم ژوند
اواز کرن خان
ليک کرن خان
موسيقي هارون پښتون/ وقار اتل/يمي خان/شاکر ارمان/کرن خان
ډالئ د مهالي موسيقئ مينه والو ته
ستا سو کرن خان
▌║█║▌█│║▌║│█║▌║
█║
Copyright © 2015 Karan Khan
www.facebook.com/KaranKhanMusicStudios
Email ID pukhtoonkaran@gmail.com
Instagram: Karan_Khan_Karan
website:www.karankhankaran.com
www.facebook.com/KaranKhanMusicStudios/videos/vb.288384971185240/1001011279922602/
You tube channel : www.youtube.com/channel/UCWuWbje6nJF2dHuXQLY9WTw

Loading related videos...